د کندهار ولایت د کانونو د ساتنې په موخه لومړنۍ ناسته ترسره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۹:۴۳
ss

د کندهارولایت د مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک په مشرۍ چې پکې د کانونو رئیس مولوي عبدالحنان حامد او دیادې کمېټې غړو ګډون کړی و، د کانونو د ساتنې په موخه د یکشنبې په ورځ د 19/9/1402 نېټې د کندهار ولایت په مقام کې ترسره شوه.
د یاد ولایت د کانونو رئیس په دغه غونډه کې د کمېټې کاري طرزالعمل تشریح کړ اود کندهار ولایت د کاني زېرمو د مدیریت، د قراردادونو ارزونه، له قاچاق څخه مخنیوی، د کانونو د ساتنې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته