د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایپیکس2 شرکت له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۴۳
سی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ایپیکس2 شرکت له رئیس ښاغلي عتیق الله نوشېر او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د ایپیکس2 شرکت رئیس د افغانستان  کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو، په ځانګړې توګه د سرو زرو، سرب جستو، مسو په اړه خبرې وکړې او د هېواد په کانونو باندې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه د هغوی له لېوالتیا څرګندولو څخه مننه وکړه زیاته یې کړه: افغانستان د کانونو له پلوه یو بډایه هېواد ده، ټول بهرني پانګوال کولی شي، چې په قانوني توګه په داوطلبیو کې ګډون او پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته