د بد خشان ولایت د سرو زرو کان آفرګشایي غونډه ترسره شوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۸:۴۰
dd

د بد خشان ولایت راغستان ولسوالۍ د ویکادور سیمې د سرو زرو کان آفر ګشايي، چې 40 کیلو مټره مربع مساحت لري مخکې اعلان ته سپارل شوی وه نن د شنبې ورځ یې د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې آفرګشایي ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري د یاد کان آفرګشایي چې پکې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، ټاکلي پلاوي، د رسنیو استازو او پنځو هغو شرکتونو په شتون کې، چې د پرو پوزلونو په ارزونې کې شرایط پوره کړي ول د یوې رڼې پروسه په ترڅ کې آفرګشايي ترسره شوه.
د ټاکلې کمېټې له لوري د پروپوزلونو له ارزونې وروسته به یې پایلې اعلان شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته