نیمروز ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال سفر

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۸:۳۶
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي نیمروز ولایت ته په یو رسمي سفر ولاړ.
د یاد سفر موخه د نیمرو ولایت له والي حاجي عبیدالله، امنیه قومندان، د استخباراتو ریاست مرستیال، د کانونو رئیس او نورو اړوندو ادارو رئیسانو سره د کتنې ترڅنګ یې د نیمروز ولایت د کاني زېرمو ساتنې او څارنې لپاره شته ستونزو ته درسېدو په موخه د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو او له کاني زېرمو څخه سمه ګټه اخیستل، د غیر قانوني کیندنو مخنیوی، د وزارت کاري طرزالعمل او پلان سره سم د کانونو د استخراج په اړه یې خبرې وکړې زیاته یې کړه: اسلامي امارت د کانونو د رونټیا په برخه کې محتاتانه او جدي عمل کوي.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال له لوري د یاد ولایت د والي په مشرۍ یې یوه ګډه کمېټه، چې پکې د یاد ولایت (امنیه قومنداني، استخبارات،کانونو ریاست،مستوفیت، اقتصاد، کرنه،چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي جوړه کړه او زیاته یې کړه: یاده کمېټه د کانونو د غیرقانوني استخراج قاچاق مخنیوی، د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوه او غوښتنه یې وکړه، چې سیمه یز ارګانونو دې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي، ټولو اړوندو ادارو ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۸:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري، د افغانستان د کانونو لومړني ځانګړي نندارتون په ترڅ کې د پنجشېر ولایت د زمردو او د کابل ولایت د یاقوتو داوطلبۍ (بولۍ) ترسره کړي.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان د کانونو لومړنی کورنی او نړیوال ځانګړی نندارتون په کابل کې پرانیستل شو

د افغانستان د کانونو لومړنی کورنی او نړیوال ځانګړی نندارتون د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم میاشتې په ۶مه، د چهارشنبه په ورځ، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلی مولوي عبدالسلام حنفي، د کانونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۳۵
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د باختر درخشان د نندارتونونو جوړولو شرکت په همکارۍ دافغانستان د کانونو د لومړني ځانګړي نندارتون په اړه د یو خبري کنفرانس په ترڅ د یاد نندارتون په. . .

بېرته خبرونه ته