ارزګان ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال سفر
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي ارزګان ولایت ته په یو رسمي سفرلاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ارزګان ولایت د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ښاغلي مولوي محمد علي جان، امنیه قومندان، اقتصاد، استخباراتو د کانونو رئيس او نورو اړوندو رئیسانو او مسئولینو سره ولیدل.
د بېلا بېلو موضوعاتو ترڅنګ یې د ارزګان ولایت د کانونو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه د 9 ارګانونو یوه ګډه کمېټه چې پکې((امنیه قومنداني،استخبارات،کانونو ریاست، اقتصاد، مالیه، کرنه،چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي جوړه کړه او زیاته یې کړه: یاده کمېټه د کانونو د غیرقانوني استخراج، قاچاق مخنیوی د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوې او غوښتنه یې وکړه، چې سیمه یز ارګانونو دې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي.