غزني ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال سفر

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۸:۳۵
11

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وړمه ورځ غزني ولایت ته په یو رسمي سفر ولاړ.
په یاد سفر کې شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د غزني ولایت له والي الحاج مولوي رحیم الله محمودي، امنیه قومندان، د استخباراتو ریاست مرستیال، د کانونو رئیس او نورو اړوندو ادارو  رئیسانو سره ولیدل.
د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ یې د څارنې او ستونزو ته د رسېدو په موخه د کمېټې جوړېدو په ځانګړې توګه د غزني ولایت کاني زېرمو او له هغو څخه سمه ګټه اخیستل، د کانونو د غیري قانوني استخراج مخنیوي په اړه یې خبرې وکړې.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال له لوري د یاد ولایت د کانونو رئیس په مشرۍ یوه ګډه کمېټه چې پکې د غزني ولایت (امنیه قومنداني،استخبارات،کانونو ریاست،مستوفیت،اقتصاد، کرنه،چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي جوړه کړه او زیاته یې کړه: دغه کمېټه د کانونو د غیرقانوني استخراج، قاچاق مخنیوی او د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوه او غوښتنه یې وکړې چې سیمه یز ارګانونو دې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي، ټولو اړوندو ادارو ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته