هرات ولایت ته د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر سفر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي په یو رسمي سفر هرات ولایت ته ولاړل.
د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار، د کانونو او پټرولیم رئیس او د یاد ولایت امارتي ادارو رئیس صاحبانو او ملي سوداګرو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر په ورتګ خوښي څرګنده کړه. او د هغه سفر یې د هرات لپاره ګټور وبللو.
د ولایت په مقام کې په جوړه شوې غونډه کې شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د هرات زلزله ځپلو په پار غم شریکي وکړه. او د یاد ولایت کاني زېرمو او د پروسس کارخونو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې. او همداراز یې د کانونو وضعیت ته رسیدګۍ او د راسپړلو کیفیت څرنګوالي څېړلو لپاره د کانونو او پټرولیم ریاست په مشرۍ د اوو نورو ریاستونو په ګډون چې پکې (د امنیه قومنداني، استخبارت، اقتصاد، کرنه او مالداري، چاپیریال ساتنې، اوبو او انرژۍ او مستوفیت) یوه کمېټه جوړه او د مجلس ګډونوالو ته معرفي کړه. چې یاده کمېټه به په دوو اونیو کې یو ځل خپله ناسته تر سره کوي او خپلي ستونزې او نظرونه سره شریکوي.