د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د چینا افغانستان شرکت نغدي مرسته
د تخار ولایت سمتي د سروزرو قراردادي شرکت چینا افغانستان رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې د سه شنبې په ورځ د 18/7/1402 نېټې د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه (6666)امریکايي ډالرو چې پنځه سوه زره افغانۍ کېږي نغدي مرسته وکړه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له یاد شرکت څخه د غمشریکۍ او نغدي مرستې مننه وکړه.