د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس سره ولیدل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۸:۲
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو په شتون کې د یکشنبې په ورځ 12/6/1402 نېټې د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس ښاغلي محمد مراد امانوف او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په پیل کې د ټاپي پروژې رئیس د یادې پروژې د پرمختګ په اړه لنډ معلومات وړاندې کولو وروسته دواړو لوریو د کار د عملي پيل او فعالیتونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست  دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ د یادې پروژې د کار او فعالیت د پيل کېدو غوښتونکي یو، د دې پروژې د پلي کولو لپاره د ښه امنیت شتون او ټول شرایط برابر دي او اسلامي امارت به د یادې پروژې د پلي کولو په برخه کې له هیڅ ډول همکاري څخه ډډه ونه کړي.
په پای کې دواړو لوریو د پروژې په پلي کولو او د همکاریو پر دوام ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته