د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال د ازبکستان هېواد له دوه تنو لوړ رتبه هیئت سره ولیدل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۹:۱۹
cc

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي د یو شمېر ریئسانو په ګډون يې نن یکشنبه د 5/6/1402 نېټې د ازبکستان هېواد د انرژي له مرستيال او کانونو له سلاکار سره په خپل کاري د فتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د پانګونې په ځانګړې توګه د  کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره د شرایطو او  زمینې برابرولو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ازبکستان هېواد پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او د ازبکستان هيواد پانګوالو څخه يې په دغه هيواد کې د پانګونې غوښتنه وکړه. چې د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال د کان کېندنې قوانینو او مقرراتو مطابق  ورسره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته