د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغان سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۸:۳۹
1

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن چهارشنبه د 28/4/1402 نېټه په هالنډ او لندن کې مېشت افغان سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې په بهرنیو هیوادونو کې مېشت افغان سوداګرو د هېواد په اقتصادي پراختیا، خلکو ته د کار زمینې برابرولو او وطن ته د خدمت کولو  په اړه خبرې وکړې. او همدارنګه یې وغوښتل چې په هیواد کې د کانونو د تجزې او تصفې لپاره  کارخونه جوړه کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د اقتصادي پراختیا په برخه کې د سوداګرو او پانګوالو ونډه ارزښتناکه او د اهمیت وړ ده. او دا چې په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تأمین دی له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالوته د افغانستان په کانونو باندې د پانګونې لپاره ښه راغلاست وایم. او د کانونو د تصفیې کار خونې  جوړولو کې یې د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته