د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قیمت ټاکلوغونډه ترسره شوه
د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو قیمت ټاکلو غونډه د مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د کمېټې غړو ترمنځ نن دوشنبه 19/4/1402 نېټې د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د یاقوت، نفرایټ او د پارچه مرمر ډبرو قیمت د یادې کمېټې او د کان کېندنې قانون طرزالعمل په پام کې نیولو سره بحث او نظرونه شریک کړل. او د یادو ډبرو په اړه دغې کمېټې د محلي، سیمه ایز او نړیوالې رویالټي پر اساس رویالټي وټاکله.