د پورونو کمېټې اونیزه غونډه ترسره شوه
د پورونو کمېټې او نیزه غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د کمېټې غړو او د پوروړو شرکتونو په ګډون نن دوشنبه ۲۹/ ۳/۱۴۰۲ نېټې د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالارکې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د عوایدو رئیس له لوري د پوروړو شرکتونو په اړه لنډه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د ګډونوالو او شرکتونو مسؤولینو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د پورونو د ورکړې په اړه تینګار وکړ.