د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د 77 شرکت له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۴:۴۲
صضص

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن  یکشنبه د 17/2/1402 نېټې د ترکیې هیواد د 77 شرکت له رئیس ښاغلي سلیمان جلیوه سره وکتل او د هیواد د کانونو په ځانګړې توګه د سمنټو په برخه کې یې د پانګونې او د ګډو همکاریو د  پراختیا په اړه  خبرې او نظرونه سره شریک کړل. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د 77 شرکت رئیس ته د ښه راغلاست تر څنګ د 77 شرکت د کارونو په ځانګړې توګه د کجکي بند د تطبیق کولو څخه مننه وکړه. او همدارنګه یې یادونه وکړه چې اوس مهال هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره ده. د کانونو او پټرولیم وزارت په دې برخه کې ټولو بهرنیو پانګوالو ته ښه راغلاست وايي.
د 77 شرکت رئیس وویل چې په ترکیه کې زیاتره پانګوال غواړي چې په بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به د نورو پانګوالو پام هم راجلب کړي.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د علاقمندي تر څنګ د طرح او پروپوزلونو غوښتنه وکړه او د همکاریو ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته