د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه جوړه شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د چهارشنبې په ورځ د 13/2/1402 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د مرستیالانو، رئیسانو او د بېلابېلو برخو مسؤلینو په ګډون د وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست میدان وردګ، غزني، زابل او کندهار ولایتونو ته د خپل سفر او د ولایتونو د کانونو ریاستونو د کاري بهیر د څرنګوالي، په بېلابېلو تخنیکي مسایلو، او د کاري بهیر د ستونزو او ننګونو د حل او همدارنګه د ولایتي رئیسانو لپاره یې د روزنیز سیمینار په برابرولو خبرې او نظرونه سره شریک کړل.
په پای کې د یادې موضوع په اړه د ریاستونو مسوولینو خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل.