د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه تر سره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۱۲:۱۷
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د چهارشنبې په ورځ 23/1/1402 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د مرستیالانو، رئیسانو او د بېلابېلو برخو مسؤولینو په شتون ترسره شوه.
غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې سرپرست وزیر د رئیسانو د کارونو راپور واورېد او په بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې او نظرونه یې سره شریک کړل. په پای کې یې مسوولینو ته د کارونو د لا ښه والي، د کار د چټکتیا او رونټیا په اړه لازمې لارښوونې وکړې. 
غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته