د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د MJAM شرکت له مرستیال سره ليدنه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۱۳:۱۵
صص

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ 1402/1/9 نېټې د مس عينک پروژې  MJAM قراردادي شرکت له مرستیال او مل پلاوي سره وليدل. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور او د MJAM شرکت مرستیال د مس عينک پروژې اړوند موضوعات  او د یادې پروژې د عملي کار د پیل د څرنګوالي په اړه یې بحث او نظرونو شريک کړل.
همدارنګه  په دې ليدنه کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د يادې کمپنۍ له خوا د دغې پروژې د عملي کار د پيل غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: دا چې په ټول هېواد کې سرتاسري امنيت دى او د مس عينک پروژې امنيت هم تامين شوى دى، نو له همدې امله شرکت باید ژر تر ژره د پروژې عملي او تطبیق چارې پیل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره وکتل.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

بېرته خبرونه ته