د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دPetroleum  Geo Jade  کمپنۍ له استازي سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۱۱:۳۹
www

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن پنجشنبه د 11/12/1401 نیټې د Geo Jade کمپنۍ له استازي ښاغلي K Shoo سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د یادې کمپنۍ استازې د افغانستان د کانونو په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتيا وښودله او د وزارت له مشرتابه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هیواد په کانونو کې د ده او نورو بهرنیو پانګوالو د لېوالتیا ښودلو په اړه وویل: چې د افغانستان کانونه د ټولو افغانانو امانت او پانګه ده، او د هر ډول کانونه قرارداد د اسلامي امارت او کانونو قانون سره سم ورکول کېږي.  او د کانونو ټول قراردادونه باید د نړیوالو معیارونو سره سم او پروسس یې باید په هیواد کې دننه ترسره شي، او همدارنګه یې د کانونو پانګونې  برخه کې د پروپوزلونو وړاندې کولو غوښتنه ورڅخه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته