د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ولسي جرګې له پخواني غړي الحاج علم خان آزادي سره ليدنه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ (30/11/1401) نېټې د بلخ ولایت د ولسي جرګې له پخواني غړي الحاج علم خان آزادي، سپین ږیرو او مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې د دغه ولایت سپین ږیرو او مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اسلامي امارت په حضور کې د افغانستان د حالاتو او ټولیز امنیت تر څنګ په نورو زیاتو مسایلو هم خبرې وکړې او د غوښتنو د پوره کولو ډاډ یې ورکړ.