د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بلخاب له مشرانو سره ولیدل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۴:۳
www

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ له مشرانو او سپین ږیرو سره نن چهار شنبه 5/11/1401 نیټې په خپل کاري دفتر کې ورسره ولیدل. 
په پیل کې د بلخاب ولسوالۍ مشرانو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه او د اسلامي امارت او ولس تر منځ یې پر اړیکو او هماهنګۍ ټینګار وکړ. او همدارنګه یې د اسلامي امارت د نظام له ښه چلند څخه خوښي وښودله او ژمنه یې وکړه چې د بلخاب ولسوالۍ ولسونه به د اسلامي امارت د نظام تر څنګ ولاړ وي خپل دین، هیواد او خلکو ته به خدمت کوي. دغه راز یې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ مشرانو او مخورو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د مشرانو له حضور او تشریف راوړلو څخه د مننې او قدردانۍ په څرګندولو سره د سولې په تامین او د ملي یووالي په ټینګښت کې د مشرانو رول خورا مهم او ارزښتناک وباله. او ژمنه يې وکړه چې د امکاناتو په پام کې نيولو سره به يې د خلکو ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته