د کونړ ولایت کانونو ته نوی رئیس معرفي شو.

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۲:۵۲
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت د 20/4/1444 نېټې 65 شمېرې وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزرا د 26/4/1444 نېټې 1307 شمېرې د حکم پر اساس ښاغلی مولوي شیرین حقاني د مرحوم حاجي عبدالرحیم زوی د کنړ ولایت د کانونو د ریاست په دوهم بست کې د مقام د دفتر رئیس له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته ورمعرفي کړ.
د کونړ ولایت د کانونو نوي رئیس په خپلو خبرو کې د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبري هیئت مننه وکړه او د یاد ریاست د چارو د لا ښه والي په موخه یې خپل کاري پلانونه په ګوته کړل. او ژمنه یې وکړه چې د وزارت د مقام او د یاد ریاست د کار کوونکو په همکارئ  به د کانونو او پټرولیم وزارت د پلانونو او برنامو په تطبیق کې  هیڅ ډول هڅې ونه سپموم.
مولوي شیرین حقاني تر دې وړاندې شپږ کاله د موسیسو د کمیسیون رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته