کانونو او پټرولیم وزارت اداري ناسته تر سره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۵:۱۱
qwq

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور تر مشرۍ لاندې د اداري ناسته د تخنیکي، پلان او پالیسۍ، جیولوجي سروې مرستیالونو او د یاد وزارت رئیسانو په شتون کې  د چهارشنبې په ورځ د 16/9/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې تر سره کړه.
ناسته د قران عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو سره پېل شوه. او د غور ولایت د سرب او جست څلور بلاکونو او د هرات ولایت اوسپنې څلور بلاکونو او د ډبرو سکرو استحکاماتو په اړه خبرې اترې وکړې. او همدارنګه یې د وزارت پلاوي د پلان او پالیسۍ مرستیال په مشرۍ یو کمیټه وټاکله چې د ډبرو سکرو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي په موخه د کانونو جوازونه طرحه او ترتیب کړي.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د رئیسانو د فعالیتونو د راپور له اورېدو وروسته د تخنیکي او اداري چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته