د هرات ولایت د غوریان د اوسپنې او د غور ولایت د سرب او جست پروژو د چارو د پرمختګ په اړه بین الوزارتي ناسته

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۵:۳۷
123

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د هرات ولایت د غوریان د اوسپنې او د غور ولایت د سرب او جست د پروژو د چارو د پرمختک په اړه د سه شنبې په ورځ د 15/9/1401 نېټې د مالیې وزارت سرپرست مولوي هدایت الله بدري، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف، د صنعت او تجارت، د اوبو او انرژۍ او د چاپيریال ساتنې وزارتونو استازو، د یاد وزارت مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو، رسنیو او داوطلب شرکتونو په شتون کې تر سره کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ،  د یادو کانونو د ظرفیت او مساحت او د اکتشاف،پروسس او استخراج پروسې په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د کميټې له خوا د پروپوزلونو له ارزونې وروسته به هغه شرکتونه چې کاري تجربه، لوړ تخنيکي او مالي ظرفيت ولري په دې بهير کې ګټونکي شي.
ورپسې بیا د کادستر او د منرالونو د تنظیم عمومي رئيس او د لویو کانونو د چارو سرپرست رئیس حافظ فرید براتزي د یادو پروژو د پرمختګ په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل. او وویل چې د غور ولایت سرب او جست 4 بلاک ته 10 شرکتونه او د هرات ولایت د غوریان اوسپنې 4 بلاک ته 20 شرکتونه د شراطو وړ پېژندل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته