د کانونو په سکتور کې د مدني ټولنې له فعالانو او پانګوالو سره مشورتي ناسته

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۱:۲۹
sds

د کانونو په برخه کې د اسانتیاوو او پانګونې په اړه د یاد وزارت د مدني ټولنې آمر او ویاند مفتي عصمت الله برهان د مدني ټولنې له فعالانو او د خصوصي سکټور له پانګوالو سره د کانونو وزارت د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د يکشنبې په ورځ د 15/8/1401 نېټې د وزارت په مقام کې ناسته تر سره کړه. په دغه ناسته کې د افغانستان په کانونو کې د لا زیاتو پانګوالو د هڅونې، د کانونو د ناقانونه استخراج د مخنیوي او د قیمتي ډبرو د صادراتو لپاره د مناسبو بازارونو د موندلو په اړه بحث وشو. د مدني ټولنې فعالان او پانګوال د شته فرصتونو په پام کې نیولو سره او همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت د فعالیتونو او دندو او په ټولنه کې د هغې د اقتصادي ارزښت د اهمیت په اړه د پوهاوي سیمینارونو په جوړولو او پلي کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه. غونډه د کانونو د ناقانونه کیندنو او د هغو د زیانونو په اړه د معلومات په ورکولو او د ګډونوالو پوښتنو ته په ځواب ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۳
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم له لوري د کونړولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ ډبرو کانونو هراړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره شوه، چې موخه یې د یادو کانونو معیاري استخراج او روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

بېرته خبرونه ته