د اساسي قانونو د څارنې او تطبیق کمیسیون پخواني رئیس سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه
نن پنجشنبه۱۲/۸/۱۴۰۱ نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د اساسي قانون د څارنې او تطبیق کمیسیون پخواني رئیس ښاغلي ګل رحمان قاضي او مل پلاوي سره وکتل.
ښاغلي شېخ صاحب محترم قاضي ته د ښه راغلاست تر څنګ په مختلفو مسایلو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې افغانستان بېشمېره کانونه لري او په اوس وخت کې شته فرصتونو ته په کتو سره کولای شو د هیواد اقتصاد ته پرمختګ ورکړو. او د هیواد د کانونو په برخه کې په کار کولو سره به د هیواد اقتصادي سیسټم زیات شي او په هیواد کې د کارموندنې وضعیت ور سره ښه کېږي.
په دغه ناسته کې ښاغلي ګل رحمان قاضي وویل دښمنان غواړي چې د افغانانو تر منځ قومي جګړه پېل کړي او افغانان له کړاونو او بدبخټیو سره مخ کړي چې نور موږ له جګړو ستړي شوي یو او نه غواړو چې یو ځل بیا جګړې پېل شي او اوسنۍ نظام له مینځه یوسي.