د کانونو او پټرولیم وزارت ته د دوو نوي رئیسانو معرفي کېدل.

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۱۱:۴۳
سس

د کانونو  او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري د عمومي دفتر رئیس، د جیولوجیکي معلوماتو رئیس او د بشري سرچینو رئیس په ګډون نن چهار شنبه 20/7/1401 نېټې ښاغلی عبدالمالک مالکیار د MIS معلوماتي سیسټم رئیس او ښاغلی فیاض د GIS او سنسنګ ریموټ رئیس په توګه خپلو کارمندانو ته ورمعرفي کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان اسلامي امارت د تګلارې له مخې کار اهل کار ته د سپارلو او د یاد دویم رتبه بستونو لپاره د متخصص او تجربه لرونکو اشخاصو جذبولو په موخه د رتبې او معاش سیسټم له لارې اعلان شوي وو او د ټاکلې مودې له پای ته رسیدو وروسته د موظفې کمیټې لخوا یاد رئیسان بریالي وپېژندل شوو. او د کانونو او پټرولیم وزارت د 2/3/1444 هـ ق چې 6/7/1401 ڼېټې سره برابره ده د 26 شمېرې وړاندیز او د ریاست الوزرا 12/3/1444 هـ ق چې 16/7/1401 نېټې سره برابره ده 755 حکم له مخې رسماٌ ورمعرفي کړل.
مالي او اداري مرستیال د نویو رئیسانو د معرفي پر مهال وویل: چې افغانستان په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې ډېر مسلکي کدرونه لري چې د کار او تجربې په برخه کې یې د کار په بریالیتوب کې اغېزمن تمامېدای شي. او په پای کې یادو رئیسانو ته په کار کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د دغو ادارو له کارمندانو څخه وغوښتل چې له نویو رئیسانو سره پوره همکاري وکړئ.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی عبدالمالک مالکیار د کمپیوټر ساینس په برخه کې د ماسټرۍ سند او د معلوماتي ټیکنالوژۍ او په معلوماتي سیسټم په برخه کې 12 کاله کاري تجربه لري. او ښاغلی فیاض د GIS او سنسنګ ریموټ په برخه کې ماسټري او له دې مخکې یې په بېلابېلو ادارو لکه: د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د کرنې وزارت د د احصايې او معلوماتو ملي اداه کې دندې تر سره کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته