هرات ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د هيئت سفر
د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر وحید الله حلیمي د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د یکشنبې په ورځ د 10/7/1401 نېټې هرات ولایت ته ولاړ. او د دغه ولایت له والي ښاغلي شیخ الحدیث نور احمد اسلام جار سره وکتل او په هرات ښار او صنعتي پارکونو کې د ګازو د مصرف پلان په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت هیئت په دغه سفر کې د ګازو د مصرف د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د هرات له صنعتکارانو له صنعتي پارکونو او نورو لویو فابریکو څخه لیدنه وکړه.