د کندهار ولایت د فلورایټ ‌ډبرو کان داوطلبي

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۱۴:۴۴
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت کې د کندهار ولایت نیش ولسوالۍ دوهم بلاک فلورایټ ډبرو کان چې مخکې اعلان ته سپارلی وو نن شنبه د ۲/۷/۱۴۰۱ نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې د رسینو په وړاندې داوطلبي تر سره کړه.
په یاده داوطلبي کې د کانونو پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، تخنیکي مرستیال انجینیر وحید الله حلیمي، د پالیسي معین شېخ ضیا‌ء الرحمن اریوبي، یو شمېر ریئسانو، موظف هیئت او ۴۹ هغو شرکتونو ګډون درلوده چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو.
په دغه داوطلبۍ کې د استخراج او پروسس لوی ژستیکي گری ولف شرکت د رویالټي په قیمت سره في ټن ۴۴۲۸۰ څلور څلوېښت زره دوه سوه اتیا افغانیو په ارزښت ګټونکی اعلان کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر په بلخ ولایت کې د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمدجان ډګر د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه.
یاده سروې د ازبکستان د ازبېک اورسیز جیولوجیکي کمپنۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۱:۵۲
Background image

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د ګچ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د خوګیاڼیو ولسوالۍ یو. . .

بېرته خبرونه ته