د هیواد شمال ختیځو ولایتونو ته د کانونو او پټرولیم وزارت د لوړ پوړي پلاوي سفر

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۱۳:۴۸
fff

د کانونو او پټرولیم وزارت د محترم مقام له پرېکړې سره سم د مالي او اداري مرستیال، د جیولوجي سروې مرستیال او د جیولوجي سروې تخینکي ټیم له معدني سیمو څخه د لېدنې په موخه بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو ته سفر وکړ. 
په يادو ولايتونو کې د مشرتابه له همغږۍ وروسته د سرو زرو له اکثره سیمو څخه لیدنې وکړې. 
د وزارت لوړ پوړي پلاوي له دغه سفر څخه یې موخه د سرو زرو کانونو مطالعه او په ډيټابېس کې د هغو ثبتول. او همدا راز د بغلان قره زغن، د بدخشان ویکادور او د تخار ولایت سمتي د سرو زرو له لویو کانونو او د تاقچه خانې د مالګې له کان او د تخار ولایت بزغور ډبرو سکرو څخه لیدنې وکړې چې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د پرېکړې لپاره د اسلامي امارت د عالي اقتصادي شورا ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته