د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي کنفرانس

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۲۱:۲۳
اا

د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي کنفرانس نن د سه شنبې په ورځ 7/4/1401 نېټې د یاد وزارت ویاند ښاغلي مفتي عصمت الله برهان له لوري د عواید رئیس مولوي محمد رسول عقاب او د وزارت مالیه ویاند ښاغلي استاد احمد ولي حقمل په شتون کې تر سره شو.

دغه کنفرانس د وزارت په مقام کې تر سره شو، چې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند بهر ته د ډبرو سکرو د صادراتو د پالیسۍ په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د مالیې وزارت د ګمرکي تعرفو په اړه د مالیې وزارت د ویاند استاد احمد ولي حقمل او د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو په اړه چې د اسلامي امارت له پیل څخه تر اوسه پورې د وزارت د عوایدو رئیس مولوي محمد رسول عقاب لخوا د کنفرانس ګډونوالو او ټولو رسنیو ته معلومات وړاندې کړل او په پای کې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل شوو.

همدارنګه د مالیې وزارت ویاند وویل، چې د مالیې وزارت د رهبرۍ د پرېکړې په اساس د هېواد په ګمرکونو کې د ډبرو سکرو د هر ټن صادراتي بیه له (۹۰) ډالرو څخه (۲۰۰) امریکايي ډالرو ته زیاته شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته