د کانونو او پټرولیم وزارت د پاټک کانونو د استخراج او پروسس شرکت له رئیس سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن د 3/3/1401 نېټې د ترکیې هیواد د پاټک کانونو استخراج او پروسس شرکت له رئیس تولګاه سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي تولګاه ته د کانونو او پټرولیم وزارت ښه راغلاست ووایه او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د هغه د بشپړ ملاتړ له امله مننه وکړه.
په دغه کتنه کې د هېواد د استخراجي صنايعو په سکتور کې د پانګونې پر شته ظرفيتونو او فرصتونو هراړخيزې خبرې وکړې.
د پاټک شرکت رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ وویل: ترکي پانګوالو ته باید د افغانستان په کانونو کې د پانګونې زمینه برابره شي، ځکه چې د پاټک شرکت سربېره د یاد هېواد نور خصوصي او دولتي شرکتونه د افغانستان په کانونو کې پانګونه کوي.
ښاغلي تولګاه د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکټور کې د پانګونې په برخه کې د ترکیې د خصوصي سکتور د زیاتو شرکتونو د لېوالتیا په اړه لنډ معلومات شریک کړل.
په پای کې د کانونو او کارموندنې په برخه کې د دواړو لورو ژمنو ترڅنګ د یاد وزارت سرپرست وویل: موږ د هېواد د استخراجي صنایعو په برخه کې د ملي او نړیوالو پانګونو هرکلی کوو.