محمد هارون چخانسوري: موږ د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت په سازمان کې د ښځو مساوي ونډې ته ژمن یو

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۸:۱۳
ddd

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت د نړیوال سازمان په غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د استخراجي صنایعو د نوښت نړیوال سازمان اجراييه رئیس، د نوي زيلانډ پخوانۍ صدراعظمې، د ۵۲ غړو هېوادونو استازو او د بېلابېلو نهادونو او د نړیوالو ادارو ۴۵۰ غړو ګډون درلود.

له دې غونډې څخه موخه دا وه چې څرنګه کولای شو د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت د سازمان په پروسه کې د ښځو ونډې ته وده ورکړو.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په خپله وینا کې وویل: موږ د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت په سازمان کې د ښځو مساوي ونډې ته ژمن یو او د افغانستان د استخراجي صنایعو د سکتور په کلیدي بستونو کې د ښځو ګډون ته اغېزناکه زمینه مساعدوو.

محمد هارون چخانسوري زیاته کړه: یو کال مخکې د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت په سازمان او په څو اړخیز ګروپ کې هېڅ ښځې غړیتوب نه درلود. حال دا چې اوس په ګروپ کې څلور تنه ښځې چې د خصوصي سکتور مدني ټولنې استازولي کوي، لرو. سربېره پردې په نوي کاري پلان کې هم داسې فعالیتونه ځای پر ځای شوي چې د ښځو د ونډې د پراختیا په برخه کې اغېزناک ثابت کیږي.

د غونډې په ترڅ کې د مختلفو هېوادونو څخه د نړیوالو ادارو استازو هم د استخراجي صنایعو په برنامو کې یې د ښځو د ودې پر اهمیت خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته