د کانونو او پټرولیم وزارت او د اسټرلیا د فورتسکیو میټل کمپنۍ د تخنیکي ټیمونو ترمنځ لومړۍ ناسته ترسره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۲
rfr

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د اسټرالیا فورتسکیو میټل ګروپ کمپنۍ له غړو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. پدې ویډیو کنفرانس کې چې د افغانستان د سرمايه‌ګذارۍ د تسهيل د واحد رئيس ښاغلي عطاء‌نصيب هم ګډون درلود، د کانونو او پټرولیم وزارت او د اسټرالیا فورتسکیو میټل ګروپ کمپنۍ تخنیکي ټيمونو ترمینځ د چارو د ښې همغږۍ او د تخنیکي معلوماتو پر وخت د شریکولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د فورتسکیو کمپنۍ لېوالتیا د افغانستان او د اسټرلیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او د افغانستان له طبیعي زېرمو څخه د اغېزناکې ګټه اخیستنې لپاره یو ښه فرصت دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه چې د ښې همغږۍ په موخه به د دغه وزارت تخنیکي ټیم له یادې کمپنۍ سره د پر وخت معلوماتو د شریکولو لپاره له نږدې کار کوي.

د افغانستان د حکومت او د فورتسکیو میټل کمپنۍ ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک په اساس به یاده کمپنۍ په مختلفو برخو کې د پانګونې سربېره د تخنیکي ظرفیتونو په لوړولو کې مرسته کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۳
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم له لوري د کونړولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ ډبرو کانونو هراړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره شوه، چې موخه یې د یادو کانونو معیاري استخراج او روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

بېرته خبرونه ته