محمد هارون چخانسوري: د ټاپي پروژې اهمیت یوازې د ګازو په انتقال کې نه دی، دغه پروژه زموږ د محلي ټولنو په اقتصادي پراختیا او د منطقوي همپالنې په تقویه کولو کې عمده رول لري

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۷:۵۸
ssss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د ځمکو او ښارجوړونې وزارت سرپرست محمود کرزي او د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت اجراییه رئیس محمد مراد امانوف د ټاپي پروژې د لارې د مسیر د ځمکو د استملاک په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري په خپله وینا کې وویل: د ټاپي پروژې اهمیت یوازې د ګازو په انتقال کې نه دی، دغه پروژه زموږ د محلي ټولنو په اقتصادي پراختیا او د منطقوي همپالنې په تقویه کولو کې عمده رول لري.

هغه زیاته کړه: دغه هوکړه لیک د ټاپي پایپ لاین د لارې د مسیر د ځمکو استملاک او په هرات کې د پروژې د چارو د پیل کېدو په موخه لاسلیک کیږي ترڅو په افغانستان کې پروژه د مهالوېش په اساس تطبیق شي.

د ځمکو او ښارجوړونې وزارت سرپرست محمود کرزي وویل: د ټاپي پروژې اقتصادي ګټې د افغانستان لپاره خورا مهمې دي. ددې سند په لاسلیک کولو سره به موږ د استملاک چارې پیل کړو ترڅو د پروژې د ساختماني چارو تطبیق ته زمینه مساعده شي.

د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت رئیس محمد مراد امانوف په خپلو خبرو کې وویل چې د استملاک د چارو له بشپړېدو وروسته به په افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو کې د پروژې ساختماني چارې پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته