جمهوررئیس غني د کانونو او پټرولیم وزارت د کړنو راپور واورېد

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۸:۳۴
sdfg

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د هیواد په وزارتونو او ولایتي ادارو کې د تحرک د ایجاد په خاطر دکابینې وزیرانو او والیانو سره د خپلو کتنو لړۍ په پیل کې نن مازدیګر د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمدهارون چخانسوري سره وکتل.

په دغه کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او نوماند وزیر په یاد وزارت کې د لازیات تحرک، کاري فرصتونو او شفافیت د ایجاد په موخه خپل راپور، له جمهوررئیس سره شریک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمدهارون چخانسوري، په خپل دغه راپور کې د رهبرۍ او همغږۍ، پالیسۍ او حقوقي چوکاټ، د وزارت د تشکیلاتو، د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو، د عوایدو د زیاتوالي، شته تړونونو، د کان کېندنو د قانوني کولو، د عینک مسو کان، سروې، د ننګرهار تالک، د کانونو د سترو پروژو او هایدروکاربن پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته په کانونو او پټرولیم وزارت کې په تېرو دوه میاشتو کې د ترسره شویو کارونو قدرداني وکړه او په دغه وزارت کې یې د لازیات تحرک د ایجاد په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

محمدهارون چخانسوري وویل، کانونو او پټرولیم وزارت خپل حقوقي چوکاټ او لومړیتوبونه طبقه بندي کړي او ژر به یې د جمهوري ریاست عالي مقام ته راپور وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته