د هایدروکاربن د مقررې په ترتیبولو سره به ددغه سکتور حقوقي چارچوب بشپړ شي

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۸:۲۲
xxx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوری د نړېوال بانک له استازو سره د ویډیوکنفرانس له لارې د هایدروکاربن (نفت او ګازو) د سکتور د مقررې په اړه خبرې وکړې.

په دې ویډیوکنفرانس کې د هایدروکاربن د سکتور د پراختیا او په پروژو کې د سرعت سربیره د هایدروکاربن د مقررې د ترتیبولو په اړه هراړخیز بحث وشو.

د هایدروکاربن د مقررې په ترتیبولو سره به په سکتور کې د پانګونې په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته شي او د پروژو د سم مدیریت لپاره به ښه زمینه مساعده شي.

د یادونې وړ ده چې د هایدروکاربن ( نفت او ګازو ) د مقررې په ترتیبولو سره به د هایدروکاربن د سکتور حقوقي چارچوب بشپړ شي او د افغانستان حکومت ژمنې چې په جینیوا کنفرانس، له نړیوال بانک او د فساد سره د مبارزې په ستراتیژۍ کې ترسره کړي، عملي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته