د کانونو په سکتور کې د تحرک، خصوصي سکتور لپاره د پانګونې او خلکو ته د کار زمینې برابرولو لپاره عملي برنامه ترتیب کیږي
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د نړېوال بانک له مسئولینو سره خبرې وکړي. په دغه ویډیوکنفرانس د کانونو په سکتور کې د تحرک، شفافیت، ولسي مشارکت، د استخراجي صنایعو د سکتور لپاره د پایداره حقوقي چارچوب، ظرفیت لوړونې او همداراز د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې د زمینې او د کارموندنې لپاره په نوې برنامه بحث او خبرې وشوې.
په پای کې تصمیم ونیول شو چې ددې برنامې په اړه دې د کانونو او پټرولیم وزارت او د نړیوال بانک ترمنځ په تخنیکي کچه بحثونه دوام وکړي ترڅو په پایله کې یې یوه موثره برنامه طرحه او تطبیق شي.
