کانونو او پټرولیم وزارت ځای ناستی وزیرې د هندوستان هیواد له سفیر سره په کابل کې لیدنه وکړه

Feroz_momp
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۸:۳۷
momp

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کانونو او پټرولیم وزارت ځای ناستي وزیرې اعلی نرګس نهان د دوست هندوستان هیواد له سفیر ښاغلی ویني کمار سره د خپل کار په دفتر کې ملاقات وکړ.
په دغه لیدنه کې محترم کمار د خپل هیواد په نمایندګۍ د کانونو او پټرولیم په وزارت باندې د ترسره شوي ځان وژونکي برید له امله خپله خواخواږي څرګنده کړه او د عمل یې د نه منلو وړ وباله.
له خواخوږۍ وروسته دواړو طرفونو په افغانستان کې د پانګې اچونې او په خاص ډول دحاجې ګک داوسپنی په کان باندې د هغه هیواد د پانګې اچونې پخاطر خپل نظرونه سره تبادله کړل.
چې په پای کې ښاغلی کمار د کانونو او پټرولیم وزارت سره ژمنه وکړه، چې دا موضوع به د کنسرسیوم سیل افیسکو سره په جدي ډول تعقیب کوي او کوشش به کوي چې دا کنسرسیوم د تخنیکي بحثونو او د پروپوزل د وړاندې کولو لپاره به دکانونو وزارت سره دمشورې پخاطر ناستې ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته