کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر اغلې نرګس نهان د د رسنیو د مشرانو او دسکټوري وزارتونو د ویاندانو سره وکتل
سه شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر اغلې نرګس نهان او دیاد وزارت دتخنیکي؛ اقتصادي او حقوقي برخو مسئولینو د رسنیو دمشرانو سره وکتل؛ پدې لیدنه کې اغلې نهان دافغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې دپرمختګونو او لاسته راوړنو سربیره د صنایع استخراجي سکټور د ورستیو پلانونو او برنامو په اړه هم د رسنیو استازو معلومات ورکړل.
اغلې نهان وویل " مونږ د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور لپاره تګلاره جوړه کړې او ددې تګلارې دعملي کولو لپاره مواصلاحات پیل کړي؛ مونږ توانیدلي یو چې مطلوب نتایج ترلاسه کړو" اغلې نهان زیات کړه چې مونږ به هڅه وکړو چې دنویو قوانینو تطبیق سره به دافغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې د پانګونې بهیر چټک شي ؛ داخلي او خارجي پانګوالو ته به دپانګونې ډيره زمینه برابره شي.
دغونډې په پاۍ کې دصنایع استخراجي سکټور په هغه ۴۳ پروژو هم بحث وشو چې پدې ورستیو کې به يي داوطلبۍ پیل شي.