کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو ته د بیمې د تکافل په اړه د عامه اګاهۍ پروګرام جوړ شو

Feroz_momp
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۱۶:۳۹
بیمه

کانونو او پټرولیم وزارت د دولتي او خصوصی بیمو د شرکتونو په مرسته د بیمې دتکافل په اړه د عامه پوهاوي په پار نن چهارشنبه د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو ته د بیمې په اړه روزنه ورکړه.

یاده غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري معین محبوب الله رباني په وینا پیل شوه؛ ښاغلي رباني وویل: بیمه دافغانستان په صنایع استخراجي سکټور په مختلفو برخو لکه دمعادنکارۍ قراردادنونه، د معدانکارۍ شرکتونه او د صنایع استخراجي سکټور مامورین باید دبیمې دخدماتو نه ګټه پورته کړي.

وروسته د دولتي او خصوصی بیمو د شرکتونو لخوا د بیمی دې معنی، مفهوم،اسلامي بیمی، د بیمی د حقوقي اهمیت، په افغانستان کې د مروجي بیمی د خدماتو، شرایطو او دې بیمی دریاستونو او  مالیېوزارت د بیمی  کارکونکو د وظایفو په باره کې ټول ضروري معلومات وړاندې کړل

کانونو او پټرولیم وزارت خپلو کارکونکو ته  د زده کړو د هر ډول فرصت څخه استفاده کړي چې د دوی دپوهوي دلا پیاوړتیا پخاطر ورته مؤثر فرصتونه په لاره اچوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته