ښاغلی عبدالستارعرفان د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او حسابي ریاست  رئیس په توګه معرفي شو

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۹:۶
huh

ښاغلی عبدالستارعرفان د حاجی نعمت الله زوی د کانونو او پټرولیم وزارت په وړاندیز د 259  شمېرې په حکم 5/4/1443 نېټې د افغانستان اسلامي امارات د محترم ریاست الوزرا‌ء له لوري نن 10/4/1443 نېټې د سروې او جیولوژي معین ښاغلی نوالله ستانکزي له لوري رسماٌ د یاد ریاست کارمندانو ته وروپېژندل شو.

ښاغلی عرفان د اداري په برخه کې له 8 کلونو څخه زیاته کاري تجربه لري.

ښاغلی عبدالستار عرفان د افغانستان اسلامي امارات د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د باور تر څنګ ژمنه وکړه چې د همدې ریاست د کارمندانو په همکارۍ به خپله دنده په صداقت سره پر مخ وړم.

او په پای کې د سروې او جیولوژي معین د مالي او حسابې نوی رئیس خپل کاري دفتر ته بوتلو او په خپلو چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۲:۲۵
Background image

د MCC-MJAM قراردادي شرکت له غړو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویډیو کنفرانس. 

د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست ښاغلی شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 22/10/1400 د د جېولوجي سروې معین نور الله ستانکزی، د منرالونو د تنظیم عمومي رئیس فضل الباري،  د لویو کانونو د تنظیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو د څلورم بلاک کان داوطلبي ترسره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې د 23/10/1400 نیټه د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ د مرمر ډبرو د څلورم بلاک داوطلبي د دغه وزارت د غونډو په تالار کې په شفافه توګه تر سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۱۶:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي ستازي او په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

د افغانستان د اسلامي امارات د کانونو او پټرولیم وزرات سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان او مل پلاوي سره په خپل کاري. . .

بېرته خبرونه ته