پکتیا ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال سفر

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۰:۱۱
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د 1402/8/21 نېټې خوست ولایت ته په یو رسمي سفر ولاړ.
په یاد سفر کې شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د پکتیا ولایت له والي الحاج ملا مهر الله حماد او د یاد ولایت له مسؤولینو او ځايي خلک سره په لیدنه کې په مختلفو موضوعاتو په ځانګړې توګه د کانونو په اړه خبرې وکړې او وویل:”د افغانستان کانونه ملي پانګه  او د ټولو هیوادوالو ملکیت ده چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو له ټولو برخو څخه څارنه او په مسلکي ډول استخراج کېږي“.
او همداراز یې د یوې ګډې کمېټې چې پکې 9 ارګانونه (امنیه قومنداني،استخبارات،کانونو ریاست،مستوفیت،اقتصاد، کرنه،چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: یاده کمېټه به د کانونو د قاچاق مخنیوی، د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوه او له سیمه ایزو ارګانونو څخه یې غوښتنه  وکړه چې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۲۱:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام وړاندې شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست رئیس انجنیر ګل محمد له لوري د یاد ریاست نوي ګمارل شویو کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام د پرزنټېشن په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰. . .

بېرته خبرونه ته