په کونړ ولایت کې د کانونو خامو موادو وزن کولو لپاره د برېښنايي تلې چارې بشپړې شوې

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۹:۹
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د کاني موادو باروړونکو موټرو د وزن کولو په موخه د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنایي تلې او ودانۍ جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغه مراسیمو کې چې د کونړ ولایت د کانونو رئیس مولوي محمد شیرین حقاني او یو شمېر ځایي مسوولینو برخه اخیستې وه، د یادې پروژې بشپړېدل یې د عوایدو لوړوالي په برخه کې مهم وبلل او د ورته نورو پروژو په تطبیق یې ټینګار وکړ.
د کونړ ولایت د کانونو رئیس وویل: کونړ پراخ معدني زیرمې لري، چې له جملې یې د نورګل ولسوالۍ مرمرو کان په ګډون یو شمېر کانونه په قرارداد ورکړل شوي، چې د دغې تلې په جوړېدو سره به د استخراج شویو مرمرو، نیمه قېمتي ډبرو او نورو کاني موادو د وزن کولو ستونزې حل شي او د ا.ا عوایدو لوړوالي کې به مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۲۱:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام وړاندې شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست رئیس انجنیر ګل محمد له لوري د یاد ریاست نوي ګمارل شویو کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام د پرزنټېشن په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰. . .

بېرته خبرونه ته