په ځاځي اریوب والسوالۍ کې د شوکاڼي کان پرانسته وشوه.
د پکتیا ولایت د کانونو رئیس ښاغلي مولوي محمد حنیف نصرت له لوري د ولایت مقام استازي ښاغلي مولوي عبدالله، د ځاځي اریوب ولسوالۍ ولسوال مولوي حمیدي او د ګټونکي شرکت استازي په ګډون په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د شوکاڼي کان پرانسته وکړه.
د پکتیا ولایت د کانونو رئیس د یادې پروژې په ځانګړتیاوو تر څنګ وویل چې یاده پروژه تقریباً د (63,369,500) ميليون افغانۍ اټکل شوې ده چې تر 300 کسانو ته به پکې کاري زمنیه هم برابره شي