په پلاز مینه کې د شکایتونو اورېدلو صندوقونه نصب شول

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۷:۴۴
په پلاز مینه کې د شکایتونو اورېدلو صندوقونه نصب شول

داطلاعات اوعامه اړیکوآمریت د شکایتونو د اورېدلو او اړوندو ستونزو ته د لا ښه رسېدو په موخه، د کانونو او پټرولیم وزارت د ننه، د تخنیکي خدماتو آمریت او د کابل کانونو ریاست کې د شکایتونو د اورېدلو صندوقونه نصب کړل.  
هېوادوال کولای شي خپل شکایتونه د کانونو د قاچاق، غیرقانوني کیندنې، د تړونونو روڼتیا او له کانونو سره د اړوندو ټولو ستونزو په اړه د یادو صندوقونو له لارې او همداراز د (181) او (0202927192)وړیا شمېرو  په وسیله له موږ سره شریک کړي.  
د کانونو او پټرولیم وزارت د شکایتونو د اورېدلو مسوولین به ستاسو شکایتونه پرله‌پسې راټولوي او ژر تر ژره یې د وزارت له مشرتابه سره شریکوي. موږ ډاډ درکوو چې ستاسو شکایتونه به د نافذه قوانینو په چوکاټ کې څېړل کېږي او رسېدنه به ورته کېږي.  
هیله لرو ګرانو هېوادوالو خپلې ستونزې او شکایتونه د کانونو په برخه کې په کره، مستند او د حقیقت پر بنسټ له موږ سره شریک کړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته