په دره صوف ولسوالۍ کې د لوړ تناژ دوو ترازوګانو پرانیسته
د کانونو او پټرولیم وزارت په شمال کې د ډبرو سکرو تصدۍ د تخنیکي او ودانیز ټیم له لوري په دره صوف ولسوالۍ د شیخه تنگی او دره صوف بالا او چهار تاک، دره صوف پائین سیمو کې د لوړ تناژ دوه ترازوګانې د ډبرو سکرو د تصدۍ رئیس الحاج مولوي عبدالله " حامد " او کاري ټیم له لوري یې پرانیسته وشوه.
ددغو ترازوګانو د وزن وړتیا تر120 ټنو پورې ده، چې د ډبرو سکرو د غیر قانوني انتقال مخنیوي سربېره به سوداګرو ته په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.