پنجشېر کې د دولسم ځل لپاره د زمردو داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۸:۳۱
ss

پنجشېر ولایت کې د دولسم ځل لپاره د (3520) قیراطه زمردو داوطلبي د(405500) امریکایي ډالرو په ارزښت د پنجشېر کانونو رئیس، ټاکلی هیئت او سوداګرو په ګډون د یاد ولایت په مقام کې ترسره شوه. 
هغه کسان چې په دغه داوطلبۍ کې ګټونکي اعلان شوي په لاندې ډول دي.
1- ښاغلی عبادالرحمن د (7400) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 146قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
2- ښاغلی حاجي قيوم د (3500)  امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 130 قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
3 - ښاغلی حاجي حامد د (4600)  امريکايي ډالرو په ورکولو سره د 147  قیراطه زمردو ګټونکی شو.
4 ـ ښاغلی حاجي محمد وصال د (23000) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 1437 قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
5 - ښاغلی لال آغا د (76000) امریکایي ډالرو په ورکولو سره د 674قیراطه زمردو ګټونکی شو.
6- ښاغلی عبدالله جان د (291000) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د986 قیراطه زمردو ګټونکي اعلان شول.
د یادونې وړ ده چې په پلورل شویو زمردو کې د امارت برخه لس سلنه او پاتې نوي سلنه د جواز لرونکو معدنکارانو برخه ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته