پنجشېر ولایت کې د زمردو څلورمه داوطلبي ترسره شوه

urgent_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۹:۴۲
س

په پنجشېر ولایت کې د (176860) امریکایي ډالرو په ارزښت (3214) قیراطه زمرد د 1403 کال څلورمه داوطلبي د پنجشېر د والي، د کانونو د رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندنکو، رسنیو او له 100 څخه زیاتو سوداګرو په شتون کې د یاد ولایت د غوڼدو په تالار کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې وپلورل شول.

‏په دغو زمردو کې د اسلامي امارت ونډه 10 سلنه ده او پاتې 90 سلنه د کان کیندنکو ده چې ټول د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي او همدا راز په یادو کانونو لس زره کسان چې د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي په کار بوخت دي.

دیادې داوطلبۍ ګټونکي په لاندې ډول دي.

محمد صبور د فقیر محمد زوی د 66100  امریکايي ډالرو په ارزښت د 676 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

حاجي عبدالملک د طوره زوی 37000 امریکايي ډالرو په ارزښت د 115 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

سبحان الله د محمد فاضل زوی د 650  امریکايي ډالرو په ارزښت د 356 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

حاجي عبدالشاه د میران شاه زوی د 2300 امریکايي ډالرو په ارزښت د 54 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

حاجي عبدالباعث د عبدالمحمد زوی د 3300 امریکایي ډالرو په ارزښت د 122 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

حاجي مسلم د حاجي علامحمد زوی د 560 امریکايي ډالرو په ارزښت د 591 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

حاجي عبدالله د نیکو خان زوی د 17000 امریکايي ډالرو په ارزښت د 426 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

حاجي مسلم د حاجي علامحمد زوی د 14750 امریکايي ډالرو په ارزښت د 215 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

اجمل محمد د محمد اشرف زوی د 20200 امریکایي ډالرو په ارزښت د 152  قیراطه زمردو ګټونکی شو.

محمد رازي د دابوبکر زوی د 15000 امریکايي ډالرو په ارزښت د 507 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته