پروان ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سفر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مل پلاوي د چهارشنبې په ورځ د 25/5/1402 نېټې د یو رسمي سفر په ترڅ کې د پروان ولایت له والي، علماوو او مشرانو سره ولیدل.
په پیل کې د پروان والي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست پر ورتګ باندې خوښي څرګنده کړه. او همدارنګه یې د یاد ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او په دې برخه کې د وزارت د رهبري د توجه غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ولایت د خلکو غوښتنې، ستونزې او نظریات واورېدل او د والي په مشرۍ یې یوه ګډه کمېټه چې په پکې د امنیه قومندانۍ، استخبارت ریاست، اقتصاد، کرنه او مالداري، چاپیریال ساتنې، اوبو او برېښنا، مستوفیت، او د یاد ولایت د کانونو ریاست تر څارنې لاندې جوړه کړه.