مزارشریف ته د ساختماني ګاز پایپ لاین د لیږد د ستونزو په اړه د نظارتی کمپنۍ سره ناسته ترسره شوه.
مزارشریف ته د ګاز پایپ لاین ساختماني چارو د لیږد د ستونزو په اړه له نظارتی کمپنۍ سره ناسته د کانونو وزات د مشرۍ تر ریاست لاندې په داسې حال کې ترسره شوه، چې دې اوبو او بریښنا وزارت اداري او مالي مرستیال، د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مالي مرستیالانو د نړیوال بانک نماینده ګانو او یوشمیر رئیسانو هم په نوموړي ناسته کې ګډون درلود.
په دې ناسته کې د نظارتی کمپنۍ ستونزو ته د رسیدا په موخه معلومات تبادله شول کوم چې مزارشریف ته د پایپ لاین د غزولو ساختماني چارې په غاړه لري چې د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي.